IQNA

ايت الله خامنه ای: اسلامی كنفرانس دی په خپلو دندوعمل وكړی ‏

22:43 - April 06, 2010
د خبر لمبر: 1903456
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فلسطين وروستۍ مسئلې او په لويدیځه غاړه او ‏غزې كښې غميزی جوړونی يوه ډيره خطرناكه دسيسه وبلله. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود ‏حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د اسلامی جمهوريت له سياسی او ‏علمی شخصيتونو او سياسی مسئولانو په ټول كښې وفرمايل له اسلامی آثارو د اسلام ختمول ‏، د ابراهيمی حرم پیښې او له خپلو كورونو د مسلمانانو شړل هغه ډيری خطرناكی دسيسی ‏دی چی د ټولو تر مخ او په كوچنيو مسئلو د اسلامی نړۍ د بوخت ساتلو په سيوری كښې ‏روانی دی . ‏
د رهبرۍ ستر مقام د صهيونستانو له خباثتونو او تمو سره د مقابلې لپاره د اسلامی نړۍ ‏ظرفيتونه ډير لوړ وبلل او ډاګينه یې كړه اسلامی كنفرانس چی اساسا له فلسطين څخه د ‏ملاتړ لپاره جوړ شوی دی بايد له فلسطين په دفاع او د صهيونستانو د سپين سترګو حركتونو ‏په مقابل كښې د اسلامی نړۍ په بسيج او منظمولو كښې په خپلو اصلی دندو عمل وكړی . ‏
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د خپلی وينا په يوه بله برخه كښې له ژوندون ‏څخه د دين د ويستلو او اخلاقی ضد مسئلو د په ډاګه كولو لپاره د لويدیځ پراخو هڅو ته په ‏اشاری سره وفرمايل په لويدیځ كښې ددغو هڅو پايله د كورنيو له مينځه تلل او له يوه بل ‏څخه د ټولنې د خلكو پردی كيدل دی خو بندون ته ددغو مفكورو په رسيدو سره كسان دين ‏ته ستنیږی او اوس ددغه ستر حركت په پيليدو سره اسلام د پام مركز ګرځيدلی دی . ‏
د رهبرۍ ستر مقام اسلام په نړۍ كښې د معنوی پام په منظومه كښې د ځلاټكی او اصلی ‏ورایښت وباله او له اسلام سره یې د مخالفت اصلی دليل همدغه ټكی وباله .‏
‏558715‏
captcha