د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د اسلامی جمهوريت له سياسی او علمی شخصيتونو او سياسی مسئولانو په ټول كښې وفرمايل له اسلامی آثارو د اسلام ختمول ، د ابراهيمی حرم پیښې او له خپلو كورونو د مسلمانانو شړل هغه ډيری خطرناكی دسيسی دی چی د ټولو تر مخ او په كوچنيو مسئلو د اسلامی نړۍ د بوخت ساتلو په سيوری كښې روانی دی .
د رهبرۍ ستر مقام د صهيونستانو له خباثتونو او تمو سره د مقابلې لپاره د اسلامی نړۍ ظرفيتونه ډير لوړ وبلل او ډاګينه یې كړه اسلامی كنفرانس چی اساسا له فلسطين څخه د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی بايد له فلسطين په دفاع او د صهيونستانو د سپين سترګو حركتونو په مقابل كښې د اسلامی نړۍ په بسيج او منظمولو كښې په خپلو اصلی دندو عمل وكړی .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د خپلی وينا په يوه بله برخه كښې له ژوندون څخه د دين د ويستلو او اخلاقی ضد مسئلو د په ډاګه كولو لپاره د لويدیځ پراخو هڅو ته په اشاری سره وفرمايل په لويدیځ كښې ددغو هڅو پايله د كورنيو له مينځه تلل او له يوه بل څخه د ټولنې د خلكو پردی كيدل دی خو بندون ته ددغو مفكورو په رسيدو سره كسان دين ته ستنیږی او اوس ددغه ستر حركت په پيليدو سره اسلام د پام مركز ګرځيدلی دی .
د رهبرۍ ستر مقام اسلام په نړۍ كښې د معنوی پام په منظومه كښې د ځلاټكی او اصلی ورایښت وباله او له اسلام سره یې د مخالفت اصلی دليل همدغه ټكی وباله .
558715