د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشرد دفتر ويب پاڼئ یې نقلوی چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د ايران د لويدیځ آذربايجان ولايت د سفر په دوهمه ورځ د دغه ولايت له استاذو او شخصيتونو سره په كتنې كې وويل زمونږ ماموريت په لومړۍ درجې كې د هيواد جوړول او په دوهمه درجه پر ټولو نړيوالو اړيكو اغيز شيندل دی.
د اسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه بايد په نړيوالو اړيكو داسې اغيزې ولرو چې اجازه ورنه كړو نور مونږ تر اغيز لاندې راولی.
هغه دغه راز په نننيو شرائطو كې د ايران د ملت يوه بله مهمه دنده د دښمنانو د ګواښونو او بنديزونو د هيواد لپاره په فرصتونو بدلول وبلل.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد دغه راز زياته كړه بايد د هيواد د پرمختګ او پراختيا لپاره ډير زيارونه و ګالو او په ډير همت او زيات كار سره دغه هدف تر لاسه كړو ځكه چې سږ كال هم د رهبرۍ ستر مقام لخوا په ډير همت او زيات كار كولو نومول شوی دی
559271