IQNA

آيت الله خاتمی: ايران په اتومی تكنالوژۍ پسې دی، نه په اتومی وسلو پسی‏

16:28 - April 09, 2010
د خبر لمبر: 1904315
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب وويل د ايران ملت د خپلو اتومی حقوقو ‏د ترلاسه كولو لپاره ټينګ ولاړ دی . ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب ‏آيت الله سيد احمد خاتمی د حمل ياوری شلمی ورځی نومونی ته په اشاری سره چی په ايران ‏كښې د اتومی انرژۍ ملی ورځ نومول شوی ده وويل د نړۍ راتلونكی انرژی اتومی انرژی ‏دع او د ايران ملت د خپل دغه مسلم حق د ترلاسه كولو لپاره له هیڅ ډول هڅو ډډه نه كوی .‏
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د ايران داسلامی جمهوريت د سوله ايزو اتومی فعاليتونو پر ‏ضد د اسلامی انقلاب د دښمنانو منفی تبليغاتو ته اشاره وكړه او ویې ويل د ايران ملت په ‏اتومی تكنالوژۍ پسې دی نه په اتومی وسلو پسی ، ځكه داسلام سپیڅلی دين ددغه ډول كار ‏اجازه نه وركوی. ‏
آيت الله خاتمی زياته كړه نړيواله ټولنه كه د نړيوال آمنيت او سولی په باب اندیښمنه وی نو ‏امريكا دی چی له ۲۵۰۰ زياتی اتومی خولۍ لری او په هيروشميا او ناكازاكی د اتومی حمله ‏كونكی دی او تور داغ یې په تندی دی مجبوره كړی چی نړيوال او د اتومی انرژۍ د نړيوال ‏اژانس قوانين ومنی . ‏
د تهران د جمعی لمانځه خطيب جوته كړه امريكا چی هر چيرته یې تللی هلته یې وژله او ‏چورتلان كړی چی بيلګې یې افغانستان او عراق دی ، كه بشريت په رښتيا د نړيوالی سولی او ‏آمنيت په اړه اندیښمن دی نو د امريكا د غير منطقی حكومت اوكړچار په وړاندی دی ودریږی ‏‏. ‏
هغه د رهبرۍ د ستر مقام لخوا د نوی كال نومولو چی دوه برابره كار او دوه چندانه همت یې ‏نومولی وويل په دغه كال او درستو ډګرونو كښې بايد د نوښت په تمه واوسو .‏
‏559621‏
captcha