د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې حجت الاسلام والمسلمين سيد صدرالدين قبانچې پرون د نجف اشرف په الفاطميه حسينيه كښی د جمعی د نمونځ په خطبو كښی د دغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښی د الازهر نوی شيخ احمد ته د نجف اشرف د كتنی او د اهل بيت (ع) د مذهب د واقعېت نه د خبريدو بلنه وركړه.
ده زياته كړه: مونږ د الازهر له نوی شيخ نه هيله لرو چی د متقابل د احترام، د مذهبی تنوع او مختلفوالی، نرمښت، د تكفېر او د له كافر بللو او د نورو د وينې د مباح ګڼلو سره د مقابلی لپاره يو شمير ګامونه اوچت كړې ځكه چی د نورو كافر ګڼل د اسلامې مذهبونو د چوكاټ نه بهر اقدام دے.
559916