د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت خارجه وزير منوچهر متكی نن د تهران د جمعې لمانځه له خطبو وړاندې په وينا كښې وويل مونږ باوری يوو كه چيرې دحق او باطل منطق په شفاف ډول ديو بل په څنګ كښې كينی نو دنړۍ دخلكو او عمومی افكارو لپاره به قضاوت اسان وی .
دايران خارجه وزير وويل هغه هيوادونه چې اټومی وسلې نه لری لكه ايران خپل ټول فعاليتونه داټومی انرژۍ دنړيوال اژانس دكنټرول او څارنې يعنی سيف ګارډ سيسټم لاندې لری او كاملا په خپلو ژمنو عمل كوی .
هغه وويل اټومی وسلو لرونكو سترو قدرتونو نه يوازې داټومی وسلو د پراختيا مخه نه ده نيولی بلكې دقدس له نيواكګر رژيم سره داټومی وسلو په ترلاسه كولو مرسته هم كړی ده كوم چې دنورو هيوادونو پرضد ديرغل او دبشريت پرضد دجنايتونودترسره كولو او نيواكګرۍ بيلګه رژيم دی .
563237