د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت يت ا.... العظمی سيد علی خامنه ای نن د تهران كنفرانس ته پخپل پيغام كې وفرمايل په ځای ده چې د وسلو د ختمولو نړيوال كنفرانس په نړۍ كې د ایټمی وسلو د توليد او انبارولو د خطرو په څیړنو سره په حقيقت پال ډول د بشريت په ضد له دغه ګواښ سره دمقابلې لارې چارې ولټوی څو د سولې او ثبات د ساتنې په لاره كې جدی ګام پورته كړائ شی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نورو هيوادونو د ګواښلو په باب د ځينو حكومتونو ایټمی سټراټيجۍ ته په اشارې سره وئيلی ،د اين پی ټی تړون خورا لوی خلاف ورزی كونكی هغه قدرتونه دی چې د ایټمی وسلو د ختمولو لپاره د تړون په شپږمې مادې كې د خپلو ژمنو پر خلاف ورزۍ سربيره د دغو وسلو په حقيقی پراختيا كې نيغ په نيغه رول لری .
دوی د امريكائی حكومت له خوا په ایټمی وسلو د صهونيسټ رژيم سبالتيا ته په اشارې سره داد پراختيا د بنديز د تړون خلاف ورزی وبلله او ټينګار ئې وكړ دا چاره نړۍ او مينځنی ختیځ له جدی ګواښ سره مخامخ كړی دی
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په خپل پوه پيغام كې دغه راز ایټم پيژندنه او ایټمی سائينس خورا لويه انسانی بريا وبلله او جوته ئې كړه ، د مينځنی ختیځ ملتونه چې د نړۍ د نورو ملتونو په شان د پرمختګ ، امنيت او سولې تږی دی ، حق لری چې له دغې ټيكنالوجۍ څخه په استفادې سره د خپلو راتلونكو نسلونو برلاسه موقيعّيت، او اقتصادی مقام تضمين كړی
563592