IQNA

د عربستان حكومت له پكار دی چی دينی او مذهبی تنوع او مختلف والی ومنی.

17:25 - April 19, 2010
د خبر لمبر: 1909614
د عربستان په قطيف ولايت كښی دالعواميه ښار د جمعی امام او ددغه هيواد له شيعه فعالانو څخه حجت الاسلام والمسلمين عباس سعيد د عربستان له دولته وغوښتل چی په ټولنه كښی دينی او مذهبی تنوع ومنی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې عباس السعيد په دی هكله ووئيل: د دينی او مذهبی تنوع او مختلفوالی منل او د ټولو اسلامی مذهبونو لپاره د دينی او عبادی شعايرو د انجام زمينه برابرول، د عربستان په ټولنه كښی موجود اوسنی بحران او كړكيچ هواروی.
ده زياته كړه: د دينی او مذهبی تنوع او د مختلفو مذهبونو د منونكو د حقوقو نه منل به د مذهبی تبليغ د مشكلاتو سبب شی.
عباس سعيد په پائی كښی ووئيل: كه چيری د عربستان حكومت له ښاريزو سره په تعامل كښی د عدل او مساواتو په اساس وچلیږی نو دا اقدام به د اسلامی مذهبونو تر مينځ د نژديوالې د څرخی په پياوړی كولو كښی ډير اغيزمن وی، خو د مذهبی اصولو په اساس تبعيض د فرقه پالنی د اوور د لا تاوديدو سبب كیږی.
564334
captcha