IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران ایټمی ګواښل د امريكا په سياسی تاريخ كې د شرم داغ دی ‏ ‏ ‏ ‏ ‏

23:09 - April 21, 2010
د خبر لمبر: 1910904
‏ سياسی او ټولنيزه ډله: اسلامی انقلاب معظم لارښود په ایټمی حملې دايران تلويحی ګواښل دامريكا په ‏سياسی تاريخ كې دبې ننګۍ داغ او ددغه هيوادد حكومت په كارنامې كې تور ټكی وباله .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت آ... العظمی سيد علی خامنه ای نن ‏په تهران كې د حضرت زينب الكبری سلام ا... عليها د نيكمرغه زوكړې د كليزې او دنرسانو دورځې په ‏مناسبت ددرست ايران دزرګونو نرسانو په تول كې جوته كړه د امريكا په دغو ګواښونو سره دايران د ملت ‏په لور د دوستۍ د لاس داوږدولو ، ایټمی ژمنو ته د پابندۍ او د بشر او دسولې دوستۍ د ډرامې تر شا په ‏بشپړ ‌ډول روښانه شوه .‏
د اسلامی انقلاب معظم لارښودپه دې خبرې په ټينګار سره چې ایټمی قدرتونه په تيره بيا امريكاپر نړۍ د ‏سلطې لپاره له ایټمی قدرته د استفادې په لټه كې دی ، زياته كړه ، له دغو يو ایټمی قدرت هم د ایټمی وسلو ‏په زمينې كې نړيوالو ژمنو ته پايبند نه دی، خو كله چې نور هيوادونه دسوله ايزو موخو لپاره له ایټمی ‏انرژۍ په استفادې پسې شی ، نو نړيوالو ژمنو ته په نه پابندۍ ئې تورنوی.‏
حضرت ايت آ... العظمی سيد علی خامنه ای په دې خبرې په ټينګار سره چې دايران د ملت قدرت په پوځی ‏تجهيزاتو سنبالول نه دی جوته كړه داسلامی ملت او هيواد د قدرت او عظمت اصلی عامل ايمانی طاقت دی .‏
د اسلامی انقلاب معظم لارښودهمداراز روښانه كړه ايران په ډل وژونكو وسلو پسې نه دی ، خو د ايران ‏ملت به ددغه ډول ګواښونو په وړاندې هیڅكله تسليم نه شی .‏
دوی دغه راز د خپلې وينا په يوې بلې برخې كې حضرت زينب الكبری د تاريخ په اوږدو كې د بشريت او د ‏ايران د ملت په تيره بيا د مسلمانو ميرمنو بيلګه وبلله او زياته ئې كړه ، هغې بزرګوارې په خپل مومنانه ‏عزت سره د ميرمنې د احترام حيا او عفت په يو ځای كولو سره په حقيقت كې د ميرمنو واقعی عظمت او ‏مقام نندارې ته وړاندې كړ .‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ميرمنې د شخصّيت د معرفۍ لپاره د لويدیځ رودو ته په اشارې سره ټينګار ‏وكړ ، لويدځی نړۍ هڅه كوی دغه ډول القاء كړی چې د ميرمنې عظمت ،دپاكۍ او حيا او ستر په څنګته ‏كولو كې دی ، حال دا چې دغه روده د ښځې د سپكاوی لپاره يو اقدام دی.‏
‏566512‏
captcha