د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له Kansan یې نقلوی، په دې ناسته كښې هغه مسلمانان محصلان چې د اسلامی حجاب په هكله ورسره يو نندارتون هم ترسره كوی، د اسلامی حجاب او اسلامی تعليماتو كښې ښځې مقام او په اسلام كښې د روژې په هكله خبرې اترې كوی.
همدارنګ به په دې ناسته كښې د قران كريم د انګريزۍ ترجمه او د اصول دينو په هكله ځينې جزوې د ګډون كوونكيو تر مينځ تقسيمیږی.
د كانزاس د پوهنتون د مسلمانو محصلانو انجمن چې د دې ناستې ذمه واری یې اخستې ده، دا هيله څرګنده كړې ده چې غير مسلمه محصلان به په د خپلو پوښتنو په وسيل د اسلام له واقعيته خبر شی او د اسلام په خلاف له غلطو تبليغاتو به وژغورل شی.
566811