د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له قطری ورځ پاڼې الشرق یې نقلوې چې د شيخ جاسم نومی اوولسمې قرانی مقابلو د تر سره كوونكو كمیټۍ مشرښاغلی "غيث بن مبارك الكواری" د ميلادی مياشتې اپريل په شلمې نیټې په يوې خبرې ناستې كې په دې هكله وويل چې د قران پاك د حفظ، تجويد او ترتيل دا مقابلې په د راتلونكې ميلادی مياشتی مئې له څوارلسمې نیټې تر شل شپږمې (26) نیټې په پورې تر سره كیږی چې پكښې ښځې او سړی دواړه ګډون كوی.
هغه زياته كړه چې د ميلادی مياشتی اپريل د 29 نیټه د برخه اخستونكو د نومونو ليكلو اخيری نیټه ده او دا یې هم زياته كړه چې د دې مقابلو تر سره كوونكو كمیټۍ د دې مقابلو انعامونو لپاره 45 لاكه قطری ريالو وركولو فيصله كړې ده .
566424