IQNA

په تركی د " پيغمبر اكرم (ص) سره بيا بيعت" نومې پروګرام تر سره كیږی‏

12:07 - April 23, 2010
د خبر لمبر: 1911251
نړيواله ډله: د تركی د قاضی انټپ ښار د يوته اناټؤلی انجمن په كوششونو سره له رانی ميلادی مياشتی اپريل ‏له شل څلورم نیټې نه د " پيغمبر اكرم (ص) سره بيا بيعت" نومې پروګرام تر سره كیږی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز ‏medy‏73 یې نقلوې ‏چې يوته اناټؤلی انجمن لخوا په يويشم اپريل چاپ شوی د بلنی په كارډ كې راغلی دی چې په تركی كې ‏‏2010ء د قران پاك كال ټاكل او په اسلامی ټولنې كې د خدای د ايتونو د وضاحت او سپړنې لپاره او د الهی ‏احكامو د تبليغ لپاره د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و اله وسلم د تكليفونو او زحمتونو د درناوې په توګه دا ‏انجمن د د " پيغمبر اكرم (ص) سره بيا بيعت" نومې پروګرام تر سره كوی.‏
په دې بلنې كارډ كې راغلی دی چې په دې پروګرام كې به حضرت محـمد صلی الله عليه وآله وسلم سره د ‏خپلې وفادارۍ اعلان په كولو او د نړۍ د مسلمانانو تر مينځ د ورورولۍ او يووالی په ټينګولو په هكله خبرې ‏اترې كیږی. ‏
‏566304‏
captcha