IQNA

په جرمنی كښې دينی تندرویې سره د مقابلې په غرض نړيوال سازمان جوړ شو

8:25 - April 25, 2010
د خبر لمبر: 1912036
نړيواله ډله: دينی افراطګرۍ او تندرویې سره د مقابلې نړيوال سازمان د جرمنی په پلازمينې برلين ښار كښې جوړ شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «نون» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دينی تندرویې او تيروريسټ سره د مقابلې د نړيوال سازمان مشر«علی السرای» چې په اصل كښې عراقی دی په دې هلكه وويل: د دې سازمان ټول غړی، د جرمنی، انګلينډ، سوئيس، ډينمارك، فرانس، امريكې او عراق له هيوادونو د مجلس نمايندګان، وكيلان، د نړيوالو حقونو كارپوهان او خريالان دی. چې په نړيوالې سطحې كار كوونكی دی.
د دې سازمان اصلی مقصد تيروريسټ او دينی تندرویې او دينی غلطو فتوو سره مقابله ده.
هغه زياته كړه: دا يو داسې سازمان دی چې يو هيواد سره هم اړه نه لری او مستقل دی.
567694
captcha