په كربلا كې د بی بی د شهادت ورځو په مناسبت مذهبی فيسټيوال افتتاح شوی ده
نړيواله ډله: د حضرت بی بی فاطمه زهراء سلام الله عليها د شهادت په مناسبت د عراق په سپیڅلی ښار كربلا كې په شل څلورم اپريل د دوو مزارونو تر مينځ د دريمې مذهبی فيسټيوال افتتاح شوی ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له نون ويب پاڼئ یې نقلوی چې د امام حسين عليه السلام د مزار كمیټۍ ستر سكتر سلاكار افضل الشامی رسندويو سره په خبرو كې وويل چې دې فيسټيوال كې د عزادارۍ مجلسونه، ويناوې او د اهل بيتو عليهم السلامو مصيبتونه او نوحو پروګرامونه شامل دی.
هغه زياته كړه چې دا فيسټوال په يوې اوونۍ پورې دوام لری.