IQNA

په مقدونيه كښې د «حضرت محمد(ص): د رحمت پيغمبر» سمينار ترسره شو

23:25 - April 26, 2010
د خبر لمبر: 1913267
نړيواله ډله: «حضرت محمد(ص): د رحمت پيغمبر» سمينار د مقدونیې د اسلامی اتحادیې (MIB) په مرسته د يكشنبې په ورځ د غويی د مياشتې په پينځمه نیټه د مقدونیې په پلازمينې «اسكوپيه» كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له samanyoluhaber اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې سمينار كښې چې د تركیې، مقدونیې، البانيه او كوزوو هيوادونو د حافظانو او پوهانو په ګډون سره ترسره شو، ګډون كوونكيو د پيغمبر(ص) د سيرت او د هغه مبارك كافرانو سره د كړچار په هكله خبرې اترې وكړې.
«حسن كاميل يئلماز(Hasan Kamil Yılmaz)» د مارمارا د پوهنتون استاذ په دې سمينار كښې يوه مقاله "د پيغمبر(ص) شخصيت او د اسلامی ارزښتونو او انسانی كړچارونو سرچينه" تر عنوان لاندې، او د مقدونیې د اسلامی اتحادیې د كلتوری خدمتونو مشر «عباس يحيی» يوه مقاله د "پيغمبر(ص) سر مينه" تر عنوان لاندې وړاندې كړه.
568704
captcha