IQNA

23:26 - April 26, 2010
د خبر لمبر: 1913268

په امارات كښې"د قران موضوعی تفسير" نړيوال سمينار شورو شو

نړيواله ډله: "د قران موضوعی تفسير" نړيوال سمينار د غويی د مياشتې په 5 نیټه د شارجه د الهياتو او اسلامی مطالعاتو په شارجه پوهنتون كښې په امارات كښې ترسره شو.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د امارات له رسمی خبری اژانس(وام) یې نقلوی، دا سمينار د قران كريم د 50 مفسرانو، پوهانو او څیړاندو په ګډون سره چې له بيلا بيلو اسلامی هيوادونو راغلی وو په امارات كښې ترسره شو.
د مسلمانانو په ژوند كښې د قران كريم د موضوعی تفسير اهميت، د قرانی په موضوعی تفسير كښې موجودې طريقې، په اكیډميك څیړنو كښې د موضوعی تفسير واقعيت او د قران د موضوعی تفسير د دانشنامې ليكل د دې سمينار له محورونو دی.
«سعيد صبری» د شارجې د پوهنتون د اكیډميك چارو مشر د دې سمينار په سر كښې وويل: د قران كريم موضوعی تفسير د تفسير له نويو طريقو ګڼل كیږی چې د قران په څیړنو كښې به يو نوې بدلون راولی.
568725
captcha