ورځپاڼه ليكونكی او د آذربايجان جمهوريت د حزب اسلامی د ښځو د شوری د رئيسی مرستيالی، اميليا تقی يوا، د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو په سازمان كښی د مسلمانو انديشمنو ميرمنو د كنفرنس په ترڅ كښې ددغه مطلب په بېان سره ووئيل: د نن سبا مطبوعات او رسنۍ په ټولو آيیډيالوجيكو ګروهنو كښی له لوړ رول او موقعيت څخه برخوری دی او راډيو، ټلويزېون، مطبوعات او انټرنیټ په اوسنۍ نړۍ كښی د انسان په فكر او شعور باندی تر ټولو مهم اغيزه كونكی اوزار ګڼل كیږی.
دی زياته كړه: نن سبا ټلويزيون د يو اطلاعاتی اوزار په توګه كورنيو ته ننوتی دی او د كور ټول غړې په تيره بيا ماشومان د هغه كتوته زيات وخت وركوی چی دغه مسله د خلكو لپاره زيات روحی او روانی خطرات په ځان پسی لری.
568506