IQNA

22:38 - April 27, 2010
د خبر لمبر: 1913868

د حزب الله د ستر سكتر سلاكار:د اسلامی ټولنې يو سخت ضرورت د مقاومت كلتور پراخول دی

سياسی او ټؤلنيزه ډله: د حزب الله لبنان د ستر سكتر سلاكار په خپلو خبرو كې مقاومت او د جهاد تفكر او ‏كلتور پراخول او عام كول د اسلامی ټولنې يو ډير زيات ضروری څيز وباله.‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، شيخ نعيم قاسم د لبنان په بعلبك ښار كې د المهدی ‏نومې ښځو ښوونځې كې د جينكو د بلوغ او په تكليف رسيدلو پروګرام كې په خپلې وينا كې وويل چې د ‏اسراييل حكومت ډير كمزورۍ حكومت دی چې مخينه یې له ظلم او زياتی ډكه دی.‏
هغه زياته كړه چې اسلام د ارام او سكون او كراری استقامت دين دی چې په اسلام باندې په عمل كولو سره ‏مونږ د دنيا او اخرت نيكمرغې ته رسیږو.‏
‏ شيخ نعيم قاسم وويل چې په دښمنانو كې د انسانيت نوم څه څيز نيشته او د هغو مخينه او تاريخ له ظلم اوزياتی ‏او قتل و كشتار نه ډك دی نو مونږ ټولو ته پكار دی چې دې حكومت په خلاف اواز اوچت كړو او پاڅون او ‏جهاد ته تيار شوو
‏568729‏
captcha