IQNA

22:37 - April 27, 2010
د خبر لمبر: 1913926

په سعودی عرب كې په شيعه ؤ د حكومت ظلم او زياتی باندې د عربو انسانی حقوقو تنظيم نيوكه وكړه ‏

نړيواله ډله: د عربو د انسانی حقوقو تنظيم د شيعه ښاريانو باندې د سعودی عرب حكومت او چارواكو ظلمونو ‏او زياتی په سختو ټكو سره وغندله.‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری چينل راصد یې نقلوی چې د عربو د ‏انسانی حقوقو تنظيم په الخبر ښار كې په كورونو كې د جامې لمونځ په بهانی د سعودی عرب فعال شيعه ‏ښاريز ښاغلی "حسن علی المكی" په نيولو او په دې هكله د سعودی چارواكو د وعدی د خلاف ورزی ‏محكومه كړې ده.‏
هم دا رنګ دې تنظيم په خپلو كورونو كې د جامې لمونځ د تر سره كولو په هكله د سعودی حكومت ناوړه ‏پريكړې باندې یې شيعه ښاريان مجبوره كړی دی او په هغو نيولو یې سخت نيوكه كړې ده.‏
د عربو د انسانی حقوقو تنظيم مشر ښاغلی "جمال عيد" د شيعه پر ضد د سعودی د داخلی وزارت ظالمانه ‏اقدامات یې د انسانی حقوقو خلاف بللی چې هغه د نړيوال بلكې سعودی قانون كې هم جرم دی.‏
‏ 568850‏
captcha