د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په روسیې كښې د اسلامی مطالعاتو او تمدنونو د خبرو اترو معلمې غاده غزال، د مسلمانو پوهانو ښځو د سمينار په دويمه ورځ يوه مقاله «رسانه او ماډل» تر عنوان لاندې وړاندې كړه او ویې ويل: اخرنی فن اوری لكه انټرنیټ او ټيليويژن او همدارنګ ليكلی شويو رسانو لكه كتاب، اخبار، مقالې او مجلې په ځوان نسل باندې د اخرنو ماډلو او د ژوند د طريقو اثر ډېر اسان كړې دی.
هغې زياته كړه: هره ورځ زمونږ ځوانان كمپيوټر ته كښينی او كيدی شی داسې نظریې چې د اخلاقو او اسلامی باورونو مخالفې وی، اختيار كړی، او دا رنګ هيلې د يوې لوبې او د داسې څيز په جامه كښې وړاندې كیږی چې خلك یې قبلوی او كوم كسان چې دغه څيزونه نه قبلوی هغه پاتې خلك ګڼل كیږی.
هغې زياته كړه: دا رنګ څيزونه د ډېرو مسلمانانو ځوانانو د ګرفتارۍ سبب جوړ شوی دی او په خپل ايمان كښې یې شك پيدا شوی دی د دې لپاره چې ځان نورو ځوانانو سره سم كړی مجبور دی چې دا رنګ مسلې لكه له واده وړاندې رابطه، مخالف جنس سره دوستی، د ښځو او سړو يو بل سره معامله ډېر په طبيعی توګه قبول كړی همدارنګ د مور پلار او مشرانو بې عزتی هم په رسندويو كښې خپریږی چې په مسلمانانو ځوانانو ډېر اثر كوی.
569447