د جامعةالمصطفی(ص)العالمية د قران او حديث د چارو مشر «حسين اسدی»، د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د دې دورې نوم ليك د غويی د مياشتې له اخره شورو كیږی چې د غبرګولی د مياشتې تر 20 نیټې به دوام ولری.
هغه زياته كړه: په دې دورې كښې چې په دريو برخو كتبی، شفاهی او اثارو كښې ترسره كیږی نورو دورو سره يو څه توپيرراغلی دی.
اسدی وويل: په شفاهی برخې كښې یې د قران د 15 او د 30 سپارو حفظ، تحقيقی قرائت او ترتيل، اذان، دعا، مناجات لوستل او تواشيح دی. او د ټولو اجزائو حفظ یې بلې برخې ته بدل شوی دی.
هغه زياته كړه: په كتبی برخه كښې یې د 5، 10، 20 سپارو حفظ، علوم قرانی، عام او مقدماتی تفسير، موضوعی تفسير، د نهج البلاغې شرحه او ترجمه، د حديثونو حفظ او د صحيفه سجاديه شرح او حفظ، د اصول كافی د حديثونو، تاريخ او سرچينې او د حديث كليات، د دعای كميل حفظ او د مناجات شعبانيه حفظ او شرحه شامل دی.
اسدی زياته كړه: د اثارو په برخه كښې یې كتاب، مقاله، وبلاګ او پايان نامه شامل دی.
570210