IQNA

23:53 - April 29, 2010
د خبر لمبر: 1914722

دوه برابره كار دې ته اړمن دی چې دكار او ابتكار ميدان ته په عملی توګه ننوځو

سياسی ډله: د ايران ستر لارښود نن د هيواد د زرګونو كارګرانو تر مينځ وويل: دوه برابره همت يعنې څوكې او هدف ته رسيدلو لپاره يوازې خبرې او ستاينې كافی نه دی بلكه د كار ميدان ته په حقيقی توګه ننوتلو ته اړمن دی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د ايران د ستر لارښود د اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت‌الله خامنه‌ای نن د ټول هيواد د زرګونو كارګرانو تر مينځ مخپرتګ دوه څيزونه ته اړمن وباله يو علم او دويم د بنيادی پوهې زیږول او حيرانونكی مخپرتګ ته یې په اشارې سره وويل: د تيرو كلونو د وروسته پاتی كيدو جبران دې ته اړمن دی چې مونږ څو برابره كار وكړو او د هيواد ښه ظرفتونو ته فعليت وركړو او دا مضاعف همت او دوه برابره كار يوازې په خبرو او ستاينو سره نه كیږی بلكه د دې لازمه دا ده چې په حقيقی طريقې د عمل په ميدان كښې قدم كیږدو.
د دې ناستې په شورو كښې د حضرت فاطمه زهرا سلام‌الله عليها د شهادت په مناسبت مرثیې هم ولوستل شوې.
570394
captcha