د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا.. ا مامی كاشانی ټينګار وكړ،تر هغه وخته چې د ايران ملت دعلم اوعمل په لارې كې حركت وكړی ود د اسلامی نظام د دښمنانواو مخالفينو دسيسې،هیڅ كله نه بريالی كیږی .
هغه د ايران داټومی فعاليتونو په خلاف د پرديو تبليغات، د دې چل ول او مكر يوه بيلګه وبلله، او وې ويل، له دې سره سره چې د رهبرۍ ستر مقام د اټومی وسلو د حرام اوسيدو فتوا وركړې ده، خو د اسلامی نظام مخالفين په مونږ تهمتونه تړی، او په بنديز مو ګواښی.
هغه هم دا راز، د فارس خليج په ځای د جعلی نوم كارول، د دښمنانو بله دسيسه وبلله، او اطمينان یې څرګند كړ چې دښمنان به په دې چارې كې هم بريالی نشی.
هغه د ايران ملت خوځنده او ځوانان یې په علم او عمل كې مخكښې وبلل، او زياته یې كړه، د رهبرۍ دستر مقام او د ايران د ملت په شتون او د امام زمان په لطف سره هيواد ته هیڅ تاوان نه رسیږی.
570930