د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د سيستان او بلوچستان د زابل د سيمټو دسترې كارخانې په پرانيستونكو دستورو كې دې خبرې ته په اشارې سره چې طبيعيت بې ر حمه نه دی او دا فكر ، لويه تيروتنه ده ، ځكه خدا وند متعال مادی امكانات په ټول عالم كې ويشلی دی زياته كړه په هر ټاټوبی كې له هغه ټاټوبی سره په برابرو شرائطو كې فرصتونه وړتياوې اومادی امكانات موجود دی . داسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه بايد اوس هيواد جوړ كړو ځكه د ايران د ملت په غاړه ډير دروند ماموريت دی او د ايران هر ځا ی بايد جوړ شی
ډاكټر احمدی نژاد په دې خبرې په ټينګار سره چې ايران د الهی ارزښتونو بيرغوال دی وويل په دنيا كې دوه بيرغونه دی چې زيات نه دی ځوړيدلی چې يو د شيطان ، طآغوت او د استكبار بيرغ دی او بل الهی بيرغ اود پيغمبرانو د پيروۍ بيرغ دی چې دايران د ملت پر اوږو كیښودل شوی دی.
هغه زياته كړه چې هر څوك چې په نړۍ كې په نيكمرغۍ پسې وی ، او له ظلم بې عدالتۍ ،تيريو، نيواكګرۍ، د عراق فلسطين لبنان افغانستان او پاكستان د ملتونو له و ژلو سره مخالف دی ،بايد د ايران په جوړولو پسې شی وويل د هيواد د جوړولو څو عوامل مهم دی چې يو پكې په ځان باوری ده كه يو ملت ټول مادی امكانات ولری خو په ځان باوری نه لری يو ه ځای ته هم نه رسیږی او پرمختګ نه شی كولی ځكه په دنيا كې ډيرداسې ټاټوبی شته چې ډير مادی استعدادونه لری خو هیڅ ځای ته نه دی رسيدلی .
داسلامی ايران ولسمشر پربيلابيلوملتونود سلطې لپاره د مستكبرانو د پانګونې اصلی چورليزونه د كلتوری يرغلونو لپاره د خپلواكه هيوادونو په ځان باورۍ له مينځه وړل وبلل او وې ويل زه د سيستان او بلوچستان پر ولس ډير ژور باور لرم ځكه همدا اوس ايران د ځان باورۍ په اوج كې دی .
هغه د دې خبرې په كولو سره چې دښمنان حتی هڅه كوی د ايران د ملت په ځان باوری له مينځه يوسی او زمونږ په خويندواو وروڼو كې اختلاف رامينځة كړی ټينګار وكړ انسانی وحدت او مظهر او يوزړتوب هغوی ته هیڅكله دا اجازه نه وركوی ،مونږ ټول بايد هڅه وكړو يووالی او يوزړتوب رامينځته كړو ، دښمن هڅه كوی څو د ملتونو ترمنیځ كينه ا و بغض رامينځته كړی خو د ايران ملت سره يو دی او دښمن ته به په هرډګر كې غاښ ماتونكی ځواب وركړی
570921