IQNA

په تركیې كښې "د سعادت وخت، د ارامش درياب" نومې كتاب خپور شو

23:12 - May 01, 2010
د خبر لمبر: 1915036
نړيواله ډله: په تركیې كښې "د سعادت وخت، د ارامش درياب" نومې كتاب چې د پيغمبر(ص) په ژوند د وخت په هكله ښاغلی «حسين آل‌گؤل(Hüseyin Algül)» ليكلی دی د تركیې د «ائشئك(Işık)» خپرندویې ادارې له خوا خپور شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له samanyoluhaber یې نقلوی، د دې كتاب ليكوال د دې كتاب په سريزې كښې ليكی: پوهانو او دينی عالمانو ويل دی چې حضرت محمد(ص) هغه يوازينې كس و چې قران یې په پورا توګه درك كړ د قران په تعليماتو به یې عمل كاوۀ نو دې ته په پام سره د پيغمبر(ص) د ژوند په صحيح طريقې سره پيژندل د قران د مفهومو په صحيح طريقه دركول او په هغې پوهيدل دی.
هغه زياتوی: په اوسنۍ زمانه كښې هغه وخت ته د سرو زرو وخت ويل كیږی او د مسلمانانو د ارامښ او سعادت وخت ګڼل كیږی هم له بده مرغه د هغه حضرت له وفاته وروسته بيا په خلكو كښې اختلاف پيدا شو.
570951
captcha