IQNA

د ماشومانو د حقوقو په هكله د اسلامی هيوادونو د وزيرانو د كنفرانس مقدماتی غونډه تر سره كیږی.

16:09 - May 02, 2010
د خبر لمبر: 1916202
د ماشومانو د حقوقو په هكله د اسلامی هيوادونو د وزيرانو د دريم كنفرانس د پيل كيدو غونډه د روان كال د غوی د مياشتی په ١٣ او ١٤ نیټه د ليبيا په پلازمينه طرابلس كښی تر سره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې په دغه غونډه كښی به د اسلامی زده كړی او علمی او فرهنګی سازمان (آيسسكو)، د اسلامی كنفرانس د سازمان او د ليبيا د ټولنيزو چارو د كمیټی چی د دغه كنفرنس د تر سره كولو مسوليت په غاړه لری، يو شمير استازی شتون ولری.
په اسلامی هيوادونو كښی د ماشومانو د حقوقو په هكله د اسلامی هيوادونو د وزيرانودريم كنفرانس به د 2011 ميلادی كال په وړومبيو كښی تر سره شی.
يادونه كیږی چی د دغه كنفرانس دويمه دوره د آيسسكو د سازمان، د اسلامی كنفرانس د سازمان او يونيسف په همت سره د ١٣٨٨ كال د سلواغی د مياشتی د ١٤ نه تر ١٦ نیټی پوری د ( ماشومانو لپاره د روڼ راتلونكی په لور) شعار سره د سوډان په پلازمينه خرطوم كښی تر سره شو.
571243

captcha