د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "Two Circles" ويب پاڼې یې نقلوی چې د كشمير پوهنتون د اسلامی مطالعاتو موسسې په كوششونو سره تر سره شوی دې يو ورځنۍ سيمينار كې د هندوستان د اسلامی پوهنتونونو مشرانو، چارواكو او ځينې استاذانو ويناوې وكړی.
د كشمير پوهنتون د اسلامی مطالعاتو موسسې مشر ښاغلی "حميد نسيم رفيع آبادی په خپل وينا كې وويل چې د دې سيمينار د تر سره كيدو مقصد د حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم د تعليماتو نه د استفادی لپاره د نوی نسل او ځوان نسل مرسته كول دی.
هغه زياته كړه چې مونږ ټولو مسلمانانو ته د دين اسلام د عادلانه او انصافه والا نظام او د هغه لارې پيژندل پكار دی او دا ټول بايد مونږ په خپل ژوند كې عملی كړو.
571385