IQNA

22:01 - May 02, 2010
د خبر لمبر: 1916273

په روس كې د بی بی فاطمه سلام الله عليها شهادت د لسيزې په مناسبت پروګرام تر سره كیږی

سياسی او ټولنيزه ډله: د پيغمبراكرم صلی الله عليه و اله وسلم د ګرانی لور حضرت بی بی فاطمه زهراء د ‏شهادت په مناسبت د تيرې ميلادی مياشتی اپريل له 27 نیټې د روس پلازمينې ماسكو په خاتم الانبياء جومات ‏كې د عزادارۍ پروګرامونه شورو شوی دی ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو ارګنايزيشن یې ‏نقلوی د دې پروګرام او ماتم په لومړۍ ورځې ايت الله امجد د زيارت جامعه كبيره د څو جملو وضإحت بيان ‏كړ او په هغه باندې یې رڼا واچوله او د بی بی حضرت زهرا سلام الله عليها د خصوصياتو په باره یې وينا ‏وكړه. چې پكښې په روس كې ميشته ايرانيان او د اهل بيتو عليهم السلام مينه والو مسلمانانو ګډون وكړ. ‏

يادونه كوو چې دا پروګرامونه هرې ماښام لس بجې شورو كیږی او اووم مئې پورې دوام ولری.‏
‏571446‏
captcha