IQNA

په فرانسه كښی اسلامی اقتصاد نومی كنفرانس جوړیږی.

15:36 - May 04, 2010
د خبر لمبر: 1917492
په فرانسه كښی اسلامی اقتصاد نومی كنفرانس د روئن د مسلمانانو د اتحادیۍ په همت د روان كال د تلی د مياشتی په ١٨ نیټه د فرانسی په روئن ښار كښی تر سره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې په دغه كنفرانس كښی چی د فرانسی د اقتصادی پراختيا لپاره د نويو ابتكاراتو د انجمن په همكارۍ سره به جوړیږی، ګډون كونكی په فرانسه كښی د اسلامی بانكونو د جوړيدو او په سوداګرۍ كښی له اسلامی مالی او بانكی نظام څخه د ګټه اخيستنی په هكله خبری اتری وكړی.
د AIDIMM انجمن او هم د روئن د مسلمانانو د اتحادیۍ غړی به په دی كنفرانس كښی په اسلام كښې د اقتصاد د اصولو او د بانكداری د اصولو په هكله د ګډون كونكو پوښتنو ته ځوابونه وركړی.
د دغه كنفرانس تر څنګ به د اسلامی اقتصاد او بانكدارۍ په هكله د توليد شويو كتابونو او نرم اوزارو نندارتون هم جوړ شی.
572853
captcha