IQNA

23:51 - May 04, 2010
د خبر لمبر: 1917628

په سپين كښې "د دينونو ازادی او له دينی تندروۍ ممانعت" نړيواله ناسته ترسره شوه

نړيواله ډله: "د دينونو ازادی او له دينی تندروۍ ممانعت" نړيواله ناسته د يورپ د 150 دينی پوهانو سياستمدارانو په ګډون سره د غويی د مياشتې په 13 نیټه په كوردبا كښې په سپين كښې شورو شوه.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له محيط اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا نړيواله ناسته د يورپ د اتحادیې د مشر په مرسته او د تمدنونو د اتحادیې په مرسته ترسره شو چې پكښې د سپين د عدالت وزير، د تمدن د عالی اتحادیې وينا وال، د تركیې د ولس مشر مشاور او د فرانس مشهور اسلام شناس «اوليور روی» اود سپين د يهوديانو د اتحادیې مشر پكښې ګډون وكړ.
د دې ناستې د ترسره كولو غرض د نړۍ د اوسنی حالت د تحليل او څیړنې لپاره تيارې دی او د دينونو او دينی اعتقاداتو د ازادۍ لپاره پلاننګ و او د ازادۍ په هلكه د مقالو او تحقيقاتو لپاره لاره هوارول و.
573269
captcha