د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای نن په تهران كې د هيواد د لسګونو زره استاذانو په ټول كې د ايران له ملت سره د قدرتونو او بد غواړو دښمنی او د پرمختګ ا و په و ړاند ې د خوځښت او پرمختګ په لاره كې خنډ جوړول ،د تيرو ديرشو كلونو په څير د تمې وړ وبلل او وې فرمايل ، د ايران د ملت تجربې ښودلې ده چې ګواښونه او مخالفتونه د ايران د میړنی ملت مخ په وړاندې خوځښت نه شی درلولی او دغه لاره به په قدرت سره دوام ولری . د اسلامی انقلاب ستر لارښودد نړۍ اوسنی وضيعّيت له اخلاقی پلو ه ډير بد وباله او ټينګار ئې وكړ د ايران ملت كه خپل غوره او وړ مقام ته ورسیږی نوداسلامی نړۍ د برخليك د بدلولو زمينه به جوړه كړی اود اسلامی دنيا د برخليك بدلولو نتيجه به د د اوسنۍ دنيا داوسنی برخليك اووضيعيت بدلول وی .
دوی دغه راز د هيواد د وړاندې د حركت د دوام په خاطر په نفس د باور لرونكو ، مبتكرو ، متدينو ،متفكرو او نوښتګرو انسانانو په جوړولو او روزلو كې د استاذانو حياتی او لوی رول ته په اشارې سره ټينګار وكړ ، د ايران ملت بايد د پرمختك او لوړتيا هغې مرحلې ته ورسیږی چې له فكری ، علمی او د بيلا بيلوسياسی او ټولنيزو زمينو له پلوه د اسلامی نړې د متفكرانو او ملتونو لپاره په يقينی مرجع بدل شی او دا د ايران د ملت تاريخی مسئوليت دی
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د استاد شهيد مطهری د ياد د درنښت او په ايران كې د معلم د ورځې په لمانځنې سره شهيد مطهری يوبشپړ اود مسئوليت په احساس سره معلم وباله او زياته ئې كړه ، دغه لوی كس د ځينو هغو دينی روڼ اندو د مدعیّانو په اپوټه چې له دينی محتوا خالی مفاهيم او مطلبونه په دیڼی پوښښ سره وړاندې كوی ، ټولنې ته د مخاطبانو د پوهې په اساس او دورځې د ضرورت په تناسب سره حقيقی دينی مفاهيم وړاندې كول
574449