د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د درستو پوهنتونونو په زرګونو پوهنتونوالو نن په تهران كې د ملګرو ملتو د دفتر په وړاندې د پلې كارډونو په وړلو سره دامريكا داستكباری سياستونواو دايران په خلاف دباراك اوباما د سرزوريو په خلاف سخت شعارونه وركړل او دائې په سخته ورټل او دغه راز ئې د ملګرو ملتو له سرمنشی وغوښتل د امريكا ایټمی ګواښ ته پوخ ځواب وركړی . د امريكا په استكباری سياستونو اعتراض كونكو پوهنتونوالو همداراز : امريكا د دنيا يوازنی ایټمی مجرم دی ، ایټمی انرژۍ د ټولو لپاره او ایټمی وسلې د هيچا لپاره په څيرد پلې كارډونو په وړلو سره له استعماری قدرتونو خپله كركه څرګنده كړه . دوی دغه رازپه نيويارك كې د اين پی ټی تړون په كنفرانس كې دايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر ايشوا كونكی و ينا د مظلومو ملتونو غوره پيغام وباله او بشپړ ملاتړ ئې ترې وكړ
574177