د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له umma-united اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د الجزاير د مذهبی چارو او اوقافو وزير ښاغلی "عبداللہ غلام اللہ" د شام يو پوهاند ښاغلی "شيخ رمضان البوتی" د يورپ د فتوې كونسل غړی ښاغلی "سلام شيخی" د پيرس د الدعوه جومات مشر ښاغلی "لاربی كشاټ" د تيونس د الزيتونه ریډيو مشر ښاغلی "كمال عمران" د تيونس د ستر اسلامی كونسل غړی ښاغلی صلاح الدين مستری، د ليبيا د قران پاك قاری ښاغلی شيخ محمد العالم او د تيونس د قرانی ریډيو څو غړی هم په دې ناستې كې ګډون كوی او ويناوې كوی.
په دې ناسته كې د اسلام په نظر د كورنۍ اهميت، د ازواج او واده سره تړلی ايتونو څیړنه، او د اسلام په نظر كې د مناسب میړه يا ښځې ټاكل په شان موضؤعاتو باندې خبرې اتری كیږی.
573682