IQNA

د كابل تاريخې جومات پرانستې شو‏

22:43 - May 06, 2010
د خبر لمبر: 1918530
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د افغانستان د پلازمينې كابل د تاريخی جومات «باغ بالا» د بيا جوړيدنی كار په تماميدو سره دا ‏سپیڅلی ځای د مراسمو په تر سره كيدو سره پرانستی شو.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اسلامی جمهوريت افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس،چې له بریښنايی ورځ ‏پاڼې راه نجات یې نقلوی د افغانستان د كلتور او اطلاعاتو وزير ښاغلی سيد مخدوم رهين د دې جومات په پرانستلو مراسمو ‏كې په ګډؤن سره سره وينا وكړه چې د باغ بالا جومات مخينه دعبدالرحمن خان د واكمنې وخت سره نسبت لری.‏
رهين دا تاريخی جومات چې نږدې د دريو سوو لمونځ كوونكو پكښې په يو وخت لمونځ كولې شی، ا كابل ښار د لرغونی ‏اثارو كې ځان ته يوه بيلګه وباله او له چارواكو یې غوښتنه وكړه چې د دې عبادت ګاه په خيال ساتنې كې دې ډير زيات ‏كوشش وكړی.‏
د افغانستان د كلتور او اطلاعاتو وزارت د لرغونی او تاريخې اثارو د بيا روغونی او ساتنې مشر ښاغلی عبدالاحد عباسی ‏هم په خپلې وينا كې وويل چې دا جومات د يو كارپيژاند ډلې د نظر تر لاندې ددې اصلی شكل په سلامتيا سره بيا جوړ شو.‏
‏574444‏
captcha