IQNA

د تهران په مسجد النبی (ص) كې د قران پاك د حفظ د ښوونی ناستې تر سره كیږی

22:44 - May 06, 2010
د خبر لمبر: 1918531
د قرانی كارونو ډله: د قران پا ك د حفظ و ښوونې ناستې له شنبه ورځې د قران پاك د كارپيژاندې او ‏قرانی فعالانو په توسط په مسجد النبی صلی الله عليه واله وسلم كې تر سره كیږی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قرانی موسساتو څانګې د يو راپور پر اساس، د قران پاك د حفظ د ښوونی ناستی له ‏شنبه ورځې د ماښام او ماسخوتن لمانځه نه پس د قران پاك كارپيژاند او قرانی فعالانو په شتون دد قران پاك د كلتور او ‏پراختيا په هدف په مسجد النبی (صلی الله عليه واله وسلم) كې ناستی تر سره كیږی.‏
په دې ښوونيزې ناستو كې حسن خسروی چې يو قران كارپيژاندې دی، كې ګډون كوی او د قران پاك دايتونو د حفظ طريقې ‏د قران پاك زده كوونكو ته ښودی.‏
د يادونې ده چې په دې ناستې كې طالبان د قران پاك د حفظ د زده كولو نه سوا د دې قرانی مركز د استاذانو په لاس د تجويد ‏ضروری احكام هم زده كوی.‏
په دې دورې كې ګډون مينه وال كولای شی چې د شنبه په ورځ د ماښام او ماسخوتن د لمانځه نه پس د مسجدالنبی چې د ‏تهران په جاده خاوران شهرك مشيريه چهار راه اول ته رجوع وكړی. ‏
‏573968‏
captcha