IQNA

د قفقاز د مسلمانو ادارې كې شيعه ؤجومات د ورانولو په هكله خبرې وشوی‏

16:55 - May 07, 2010
د خبر لمبر: 1918615
سياسی او ټولنيزه ډله: د باكو ځينې شيعه ؤ د قفقاز د مسلمانانو په ادارې كې په حاضريدو سره د دې ‏ادارې مشر سره د فاطـمه زهراء د جومات د ورانولو په موضوع خبرې اترې وكړې.‏‎ ‎
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا)د جمهوريه اذرباييجان د څانګې د يو راپور پر اساس، د اذربايجان نږدې درې سوه ‏مومنانو او شيعه كسانو د ميلادی كال د روانې مياشتی مئې په څلورمې نیټې د قفقازد مسلمانانو د ادارې مشر ښاغلی الله ‏شكور پاشازاده سره په كتنې كې وويل چې تيره اوونۍ د اذربايجان د سترې محكمې د فاطمه زهراء جومات د منهدم كولو ‏په حكم په هكله يوبل سره خبرې اترې وكړې.‏
د قفقاز مسلمانانو د ادارې مشر هم په دې كتنې كې د مسلمانانو د شكریې په كولو سره ووييل چې د شيعه ؤ د فاطمه زهرا ‏جومات د دفاع په هكله په موقع او ډير مناسب كار تر سره كړې دی او په دې اړه هره يوه نيوكه په حكومت باندې منطقی ‏او قانونی دی.‏‎ ‎
هغه وويل چې د دې جومات د ورانولو په هكله به زه د اذرباييجان ولسمشر ته يو ليك لیږم او هڅه به كوم چې د دې ‏سپیڅلی ځای د ورانولو د مخنيوی لپاره زه ولسمشر سره كتنه هم وكړم.‏‎ ‎
‏574265‏
captcha