د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمدخاتمی د اټومی وسلو د توليد او پراختيا د بنديز د اين پی تړون د بياكتنې په كانفرنس كښې د ګډون لپاره نيويارك ته د ايران د ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد سفر ډير ارزښمن او د ستاينې وړ وباله
هغه زياته كړه دغه ګډون او د ايران د ولسمشر زړورتيا او دا چې د سترې شيطانې امريكا د غوږ په څنګ كښې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای دغه وينا چې امريكا لومړنۍ اټومی مجرمه ده مطرح كړی ډير د ستاينې وړ اقدام دی .
د تهران د جمعې لمانځه موقته امام يادونه وكړه د استعمار حكومتونو او دغه راز د صهيونيسټ رژيم د ټولنو او رسندويو غوسه كيدل د دغه سفر د اغيزشيندنې له كبله دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمدخاتمی دغه راز د ايران د سوله ايز اټومی پروګرام په هكله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ځينو غړيو وروستيو خوځښتونو ته په اشارې سره وويل د ايران ملت به له ګواښونو ويريدا پرته د خپلو اټومی حقوقو چې په اين پی تړون كښې بيان شوی دی دفاع وكړی .
د تهران د جمعې لمانځه موقته امام جوته كړه ايران د خدای پاك په فضل سره د نړۍ د اټومی هيوادونو په كلب كښې شامل شوی دی او تاسو بايد له ايران سره د تعامل د كيفيت او دغه راز د نړۍ د قدرتونو د اټومی بې وسلې كولو په هكله چې ډيرې اټومی وسلې لری خبرې وكړئ .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمدخاتمی دغه راز د فلسطين مسلې ته په اشارې سره وويل صهيونيسټان له اسلام سره د جنګ هڅه كوی او اسلامی ودانۍ تباه كوی او غواړی د بيت المقدس يهودی كول بشپړه كړی.
574958