د ايران د قران خبری اژانسه (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی چې ديوه لوړ روتبه پارليمانی پلاوی په مشرۍ نن داسلامی كنفرانس د موسيسې د غړو هيوادونو د پارليمانونو داجرائی كمیټې په غونډې كې دګډون لپاره استانبول ته تللی دخبريالانوپه ټول كې ئې پرنيواكی فلسطين واكمنو شرائطو ته په اشارې سره وويل د صهونيسټ رژيم اقدامات هغه لوی ظلم دی چې حتی په مينځنيو پیړيو كې ئې هم مخينه نه ده درلودلې . د ايران د اسلامی شورا مشر وويل له مودو راهسې د بيت المقدس د يهودی كولو موضوع د صهونيسټ رژيم په ايجنډا كې شامله شوې او دو ی ددغه سپيرې موخې د پوره كيدا لپاره د بيت المقدس شاوخوااسلامی تاريخی ودانۍ له مينځه وړی . د ايران د اسلامی شورا مشر دفلسطينيانوپه كوچولو كې دصهونيسټ سپيره رژيم اقداماتو ته په اشارې سره وويل دغه وحشی رژيم تر اووسه پورې په لسګونو زره فلسطينيان په زوره له لويدیځې غاړې كوچولی دی چې دا هم ډير دردونكی ظلم دی . هغه دغه راز زياته كړه له بده مرغه عربی هيوادونو د فلسطين په موضوع چپتيا غوره كړې ده او يا تر پردې شا د صهونيسټ رژيم ملاتړ كوی او په ډير افسوس سره بايد ووايوچې په اسلامی هيوادونوكې هم دغې موضوع ته بې پامی كیږی
575920