IQNA

16:49 - May 14, 2010
د خبر لمبر: 1922453

په يمن كې د « قران پاك قرائتونو او د قاريانو تاريخ» په موضوع سيمينار تر سره شو‏

نړيواله ډله: د يمن په سيئون ښار د قاريانو او د قران پاك د قرائتونو په موضوع سيمينار د ميلادی كال د روانی مياشتی ‏په دولسمی نیټې د « تريم، په 2010ء ميلادی كال كې د اسلامی نړۍ د كلتوری پلازمينې» د اجرايی دفتر په همكارۍ ‏سره تر سره شو ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د يمن له سركاری خبری اژانسه سبانټ یې نقلوی دا ‏سيمينار د قران پاك د قرائتونو د ښوونی مركز العيدروس په مرستۍ په يمن كې تر سره شو او د يمن د قران قرائتونو استاذ ‏ښاغلی عبدالله محمد جحاف په دې سيمينار كې د قرائتونو په كلی مبانی په موضوع وينا وړاندې كړه.‏‎ ‎
هغه په دې هكله اعلان وكړ چې پيغمبراكرم صلی الله عليه واله وسلم د قران پاك په قرائت او د قران پاك د قاريانو ته يو ‏خاص اهميت وركاؤ او كله چې د پيمغبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم اصحابو به د قران پاك د تلاوت په قرائت كې ‏اختلاف لرلې نو ډير پام به یې ورته كول او تل به یې د قران پاك د قرائت د فضليت په هكله خپلو اصحابو ته يادونه كوله.‏‎ ‎
هغه هم دا رنګ په دوهمې پیړۍ كې قران پاك د قرائتونو په موضؤع او د هغه ځانګړتياوو په هكله خبرې وكړې د ‏قرائتونو د ايجادولو او د دې خپرولو او د قرائتونو احكامو او د اختلاف په ګټو هم رڼا واچوله.‏‎ ‎
‏578119‏
captcha