IQNA

تهران، د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو د اتحادیې د اجرايی شورا، د راتلونكې ناستې كوربا كیږی‏

16:52 - May 14, 2010
د خبر لمبر: 1922454
نړيواله ډله: د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو د اتحادیې د اجرايی شورا ‏‎(FUMI)‎، شپاړسمه ناسته په ميلادی كال 2011ء ‏كې د تهران په اسلامی اوپن (ازاد) پوهنتون كې تر سره كیږی‎ ‎
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له آيسسكو ‏ISESCO‏ يی نقلوی چې د د اسلامی نړۍ د ‏پوهنتونونو د اتحادیې د اجرايی شورا ‏‎(FUMI)‎‏ په پينځلسمې ناستې كې ګډؤن كوونكيو په ګډه او اتفاق سره د دې ‏شورا د شپاړسمې ناستې لپاره د تهران انتخاب وكړ،دا ناسته پرون د ميلادی كال د روانی مياشتی مئې په يوولسمی نیټې ‏د اذربايجان په باكو ښار كې تر سره شوه ‏
هم دا رنګ په ناستې كې چې د عبدالله جاسبی چې د د د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو د اتحادیې د اجرايی شورا ‏‎(FUMI)‎‏ ‏مشر دی، په مشرۍ كې تر سره شوه دا فيصله هم وشوه چې د دې شورا اوولسمه ناسته به د رياض په نايف بن ‏عبدالعزيز پوهنتون كې تر سره شی.‏
يادونه كوو چې د دې شورا په پينځلسمی ناستې كې عبدلعزيز عثمان التويجری د ايسسكو له طرفه، د دې شورا مشر ‏ښاغلی جاسبی او ناجم محمد الناجم چې د كويت د پوهنتون مرستيال ده په ويناوو سره تر شورو شوی ؤ.‏‎ ‎
‏578154‏
captcha