IQNA

ايت الله خامنه ای:‏‎ ‎خپلواك هيوادونه پر نړۍ واكمن نظام بدلولای شی

22:57 - May 16, 2010
د خبر لمبر: 1923539
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښودد برازيل له ولسمشر سره په ليدنه كې وويل چې د نړۍ د بدلون يوازينۍ لاره له ‏يوبل سره د خپلواكو هيوادونو د اړيكو پراختيا ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد ‏علی خامنه ای نن په تهران كې د برازيل له ولسمشر لوييس ايناسيولولاډيسلوا او د هغه له ملګری پلاوی سره په ليدنه كې ‏د دغه هيواد خپلواك او پرمختللی دریځ ته په اشارې ټينګار وكړ: په نړۍ كې د اوستی ظالمانه او ناعادلانه وضعيت د ‏بدلون يوازينۍ لار له يوبل سره د خپلواكو دولتونود اړيكو پراخېدل او ملګرتيا او د هغوی د رول لوبېدل دی. ‏
داسلامی انقلاب مشرتابه دا هم په ډاګه كړه چې پردې بنسټ د ايران اسلامی جمهوريت په دوه اړخيزو او نړيوالو مسلو ‏كې له برازيل سره د ملګرتيا هركلی كوی.‏
حضرت ايت الله العظما خامنه يی دا هم وويل چې برازيل ستر هيواد او د لاتينې امريكا او نړيوالو مسلو كې اغېزناك دی ‏او په وروستيوكلونو كې د برازيل د دولت دریځ خپلواك او د امريكا د دریځ په مقابل كې دی.‏
د اسلامی انقلاب ستر مشر داهم زياته كړه چې زبرځواكونو د نړۍ لپاره عمودی يا نابرابرې اړيكې رامنځ ته كړې دی ‏چې په سر كې یې يو زبرځواك دی او دغه اړيكې بايد بدلې كړای شی او بدلون یې هم شونی دی.‏
حضرت ايت الله العظما دا هم وويل چې ولكه غواړی قدرتونه او په سر كې یې امريكا په نړيوالومسلو كې د خپلواكو ‏هيوادوانو د اړيكوله پراختيا او ملګرتيا او د هغوی له اغيز سخت خپه دی.‏
د ښاغلی خامنه يی په وينا ډېر هغه هيوادونه چې په تېرو دوو سوو كلونوكې د ښكېلاكګرو قدرتونو د سياست په دليل ‏څنډې ته شوی وو رول لوبولای شی.‏
د اسلام انقلاب ستر مشر دا هم وويل چې د ايران ملت په دې دليل چې تېر دېرش كلونه د امريكا په مقابل كې ولاړ دی نه ‏دا چې له منځه نه لاړ بلكه نور هم پياوړی او جرړې یې زياتې شوې.‏
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه يی دې ته په اشارې سره چې اسلامی ايران او برازيل د اړيكو د پراختيا لپاره ډر ‏ظرفيتونه لری زياته كړه (دواړه هيوادونه په مختلفو برخو كې د يوبل له تجربو كار اخيستلی شی).‏
دبرازيل ولسمشر لولا ډيسيلوا هم په ايران كې پخپل شتون دخوشالۍ په ښودلوسره ټينګار وكړ چې تهران ته یې د ‏راتللواصلی موخه په نړيوالو مسلو،دوه اړخيزه ملګرتياوو او مختلفو سياسی ،اقتصادی او سوداګری برخو كې له ايران ‏سره د برازيل د اړيكو پراخول دی.‏
د برازيل ولسمشر په وينا د نړۍشرايط بدل شوی او په وروستيو كلونوكې د ايران په ګډون مهم هيوادونه په سياسی ‏جعرافيايی ډګر كې رامنځ ته شوی او دغه هيوادونه ديوبل په ملګرتيا نوی اقتصادی او سياسی بلاك رامنځ ته كولای شی.‏
‏580184‏
captcha