د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن په تهران كې د برازيل له ولسمشر لوييس ايناسيولولاډيسلوا او د هغه له ملګری پلاوی سره په ليدنه كې د دغه هيواد خپلواك او پرمختللی دریځ ته په اشارې ټينګار وكړ: په نړۍ كې د اوستی ظالمانه او ناعادلانه وضعيت د بدلون يوازينۍ لار له يوبل سره د خپلواكو دولتونود اړيكو پراخېدل او ملګرتيا او د هغوی د رول لوبېدل دی.
داسلامی انقلاب مشرتابه دا هم په ډاګه كړه چې پردې بنسټ د ايران اسلامی جمهوريت په دوه اړخيزو او نړيوالو مسلو كې له برازيل سره د ملګرتيا هركلی كوی.
حضرت ايت الله العظما خامنه يی دا هم وويل چې برازيل ستر هيواد او د لاتينې امريكا او نړيوالو مسلو كې اغېزناك دی او په وروستيوكلونو كې د برازيل د دولت دریځ خپلواك او د امريكا د دریځ په مقابل كې دی.
د اسلامی انقلاب ستر مشر داهم زياته كړه چې زبرځواكونو د نړۍ لپاره عمودی يا نابرابرې اړيكې رامنځ ته كړې دی چې په سر كې یې يو زبرځواك دی او دغه اړيكې بايد بدلې كړای شی او بدلون یې هم شونی دی.
حضرت ايت الله العظما دا هم وويل چې ولكه غواړی قدرتونه او په سر كې یې امريكا په نړيوالومسلو كې د خپلواكو هيوادوانو د اړيكوله پراختيا او ملګرتيا او د هغوی له اغيز سخت خپه دی.
د ښاغلی خامنه يی په وينا ډېر هغه هيوادونه چې په تېرو دوو سوو كلونوكې د ښكېلاكګرو قدرتونو د سياست په دليل څنډې ته شوی وو رول لوبولای شی.
د اسلام انقلاب ستر مشر دا هم وويل چې د ايران ملت په دې دليل چې تېر دېرش كلونه د امريكا په مقابل كې ولاړ دی نه دا چې له منځه نه لاړ بلكه نور هم پياوړی او جرړې یې زياتې شوې.
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه يی دې ته په اشارې سره چې اسلامی ايران او برازيل د اړيكو د پراختيا لپاره ډر ظرفيتونه لری زياته كړه (دواړه هيوادونه په مختلفو برخو كې د يوبل له تجربو كار اخيستلی شی).
دبرازيل ولسمشر لولا ډيسيلوا هم په ايران كې پخپل شتون دخوشالۍ په ښودلوسره ټينګار وكړ چې تهران ته یې د راتللواصلی موخه په نړيوالو مسلو،دوه اړخيزه ملګرتياوو او مختلفو سياسی ،اقتصادی او سوداګری برخو كې له ايران سره د برازيل د اړيكو پراخول دی.
د برازيل ولسمشر په وينا د نړۍشرايط بدل شوی او په وروستيو كلونوكې د ايران په ګډون مهم هيوادونه په سياسی جعرافيايی ډګر كې رامنځ ته شوی او دغه هيوادونه ديوبل په ملګرتيا نوی اقتصادی او سياسی بلاك رامنځ ته كولای شی.
580184