د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای د اسلامی هيوادونو د دوه اړخيزو روابطو تر څنګ د اسلامی نړۍ د مسلو اهميت ته په اشارې سره وويل، اسلامی هيوادونه د وچتو انسانی او جغرافيه ای وړتياوو په لرلو سره يو ستر او حقيقی هويت جوړوی چې كه دغه هويت ميدان ته راشی، هڅ څوك پرې سترګې نشی پټولی.
هغوی د اسلامی كنفرانس د جوړيدا د اصلی علت په يادولو سره جوته كړه، دغه موسسه اساسا له فلسطين او د قدس له مسلې د دفاع لپاره رامنځته شوه، او اوس چې صهيونستان د قدس، ااخليل او د نورو فلسطينی سيمو په يهودی كولو بوخت دی، اسلامی كنفرانس موسسه بايد خپل اصلی تمركز، د فلسطين په مسلې وګرځوی .
هغوی د فلسطين په اړه د استكباری قدرتونو ورانونكی سياست ته په اشارې سره زياته كړه، ټول اسلامی هيوادونه بايد، احساس كړی چې د فلسطين مسله ، د هغوی خپله مسله ده.
هغه هم دا راز د اسلامی كنفرانس د مشر په توګه د سنیګال د ولسمشر عبدا... واد پړاويزه مشری ته په اشارې سره وويل، د غړيو اسلامی هيوادونو د نږدې كيدا او د عمومی ګټو ته د پام لپاره بايد، دغه موسسه د سياسی او اسلامی روحیې له نظره پياوړې شی .
580262