IQNA

په قطيب كښې له انټرنیټه د ګټې اخستو لپاره شرعی قانونونه څیړل كیږی

23:11 - May 19, 2010
د خبر لمبر: 1925396
نړيواله ډله: له انټرنیټه د ګټې اخستلو لپاره د شرعی فقهی قانونونو سمينار د غويی د مياشتې په 28نیټه په الفاطميه امام باړې كښې د عربستان په قطيف ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له راصد خبری اژانس یې نقلوی، دا سمينار د قطيف د فقهی څیړنو د مطالعاتو د مركز په مرسته ، د عربستان د شيعه عالمانو «جعفر الربح» او «علی القطان البستانی» په ګډون سره ترسره كیږی.
دې مركز په يوې اطلاعیې كښې اعلان وكړ: دا سمينار د هغه ځای په وخت ماښام 8:30 بجې شورو كیږی چې د قطيب په الخوی جمات كښې د ښځو لپاره پكښې جدا ځای مقرر شوی دی.
580960

captcha