د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا... احمد جنتی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې دغه راز جوته كړه د تهران د اعلامیې په اساس تركيه د ايران اودایټمی انرژۍ د نړيوال اژانس تر څارنې لاندې د ايران يو زر دوه سوه كلوګرامه كم پاخه شوی يورانيم د امانت په توګه كښیږدی او لويدیځوال بايددسوله ايز مصرف لپاره پاخه شوی يورانيم ايران ته وسپاری .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله جنتی زياته كړه كه لويدیځوال خپلو ژمنو ته پابند نه شی ، نو تركيه بايد په لومړی فرصت كې د كمو پاخه شويو يو رانيمو دغه جوپه ايران ته بيرته وګرځوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت آ... جنتی له ایټمی انرژۍ څخه په سوله ايزې استفادې كې د ټولو هيوادونو په حق په ټينګار سره ووئيل ، ايران هم دا حق لری اود تهران داعلامیې په مادو كې دې ته چې په راتلونكی كې بايد د لويدیځوالو له خوا ګواښ اوداعلامیې مخالف بيانونه خپاره نه شی اشاره شوې ده.
582593