IQNA

(د اروپا مسلمانان او له اسلام څخه ويرونه) په نوم كانفرنس په پرتګال كښې تر سره كیږی.

16:03 - May 23, 2010
د خبر لمبر: 1927267
بين المللې ډله: (د اروپا مسلمانان او له اسلام څخه ويرونه) نومی كانفرنس د ليبسن پوهنتون د اسلامی موسسی په همت د روان كال د غبرګومی د مياشتی په اوومه نیټه د جمعې په ورځ د پرتګال په پلازمينه ليبسن ښار كښی تر سره كیږی.
د www.mel-net له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې دغه كانفرنس د پرتګالی ژبو مسلمانانو د تحقيقاتو د اكاډمۍ او د برطانوی شوری «British Council» په مشاركت سره د اروپا په تيره بيا د پرتګال د مسلمانانو د اوسنی حالت او په دغه ستره اوچه كښی له اسلام څخه د ويری د پراختيا د اسبابو د څیړل كيدو په هدف سره تر سره كیږی.
له اسلام څخه د ويرونی له پراختيا څخه د افراطی ډلو د اهدافواو ددغو ګواښونو په مقابل كښی د اروپا د مسلمانو ښاريزو د رول سره په رابطه كښی د انګلستان او اسپانيا د پوهنتونونودځينو مسلمانو او غير مسلمانو استاذانو او پوهانو ويناوی به ددغه كانفرنس له پروګرامونو څخه وی.
583021
captcha