د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له samanyoluhaber یې نقلوی چې د ازمير د يونس امره جومات د ښوونې او كلتوری انجمن په كوششونو سره تر سره كيدونكې دغه ناستې كې د دينی ادارو كې كاركوونكی، دينی عالمان، د جوماتونو امامان او خطبيانو ګډون وكړ.
د ازمير ولايت د مفتيانو كونسل غړی سرپيل باشار د دې ناستې په افتتاحی مراسمو كې په خپلې وينا كې وويل چې د اسلامی مقاصدو د پورا كيدو لپاره د عبادی مقاماتو ټول مشكلات بايد حل كړی شی.
هغه د ديندارې كورنۍ په جوړيدو كې د ښځو اهم رول ته په اشارې سره وويل چې د جومات او د دينی تعليماتو شوق لرونكی هره ښځه د كامياب كورنی ژوند تيروی.
583847