IQNA

16:08 - May 25, 2010
د خبر لمبر: 1928776

په تركيه كښی هر كال ٢٥٠٠ كسان د قرآن د حفظ كولو سرټيفيكیټ تر لاسه كوی

بين المللی ډله: د تركیۍ د دينې چارو د وزارت يو مسول مقام «اكرم كلش(Ekrem Keleş)»اعلان وكړ چی هر كال په ټوله تركيه كښی د قرآن كريم د زده كړی د اوړی د كلاسونو تقريبا ٢٥٠٠ زده كونكی د كلام الله مجيد د حفظ د دوری د تر سره كولو ګواهی يا سرټيفيكیټ تر لاسه كوی.

د beyazgazete په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې په عربستان كښی د تركیۍ د دينی چارو د وزارت پخوانی استازی او د عالې شورا د رئيس مرستيال اكرم كلش ددغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: هر كال تقريبا دوه لاكه اويا زره (٢٧٠٠٠٠) كسان په مسجدونو كښی د قرآن په كلاسونو كښی ګډون كوی چی ددغه شمير زياته برخه ميرمنی تشكيلوی خو دغه شمير د اوړې د زده كړی د دورو په نظر كښې نيولو سره تقريبا يو ميليون تنو نه رسی كوم چی ډير زړه راښكونكی شمير دی.
ده زېاته كړه: ځكه نو د يو داسی هيواد لپاره چی پكښی اوو كروړه مسلمانان اوسېږی پكار دی چی د قرآن د حافظانو ګڼ شمير ولری، په همدی موخه د تركيی د دينی چارو وزارت په مسجدونو كښی د قرآن د حفظ پر كلاسونو او هم د ماشونو او ځوانانود اوړې په ځانګړيو دورو باندی زيات تمركز لری.584528

captcha