IQNA

د نابينا كسانو لپاره د قرآن كريم ځانګړی مقابلی په استنبول كښی وشوی

16:08 - May 25, 2010
د خبر لمبر: 1928783
بېن المللی ډله: د نابينا كسانو د قرآن د حفظ او قرائت د خصوصی مقابلو دويمه دوره د ١٣٨٩ هجری نمريز كال د غبرګومی د مياشتی په دويمه نیټه د تركیۍ په استنبول ښار كښی تر سره شوه.
د stargundem له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې دغه مسابقی د استنبول د مفتيانو د اداری په همت اود «بياض آی(Beyaz Ay)» په همكارۍ د استنبول په «يئنی جامی(Yeni Cami)» جومات كښی د قرآن كريم د ښوونی د كلاسونو د نابيناوو زده كونكو د هڅولو په منظور تر سره شوی.
د استنبول د مفتی مرستيال «عرفان اؤستؤنداغ(İrfan Üstündağ)» د تركیۍ له مطبوعاتو سره په خبرو كښی څرګنده كړه: دا دويم ځل دی چی دغه مقابلی تر سره كیږی او ددی وړومبی دوره تير كال تر سره شوه، د استنبول د مفتيانو اداری نابينا كسانو ته د الهی كلام د ور زده كولو لپاره د لازمو امكاناتو او وسائلو په تامينولو سره هڅه كړی ده چی د هغوې معنوی روحيه پياوړی كړی او په هغوې كښی د يادونی اميد او هيله ژوندی وساتی.
584487
captcha