IQNA

په تركی كې قرانی محفل تر سره شو

22:45 - May 25, 2010
د خبر لمبر: 1928843
نړيواله ډله: د قران پاك د حافظان نړيوال انجمن په كوششونو سره د روانی ميلادی مياشتی مئې په درې ويشتمې نیټې د ‏تركی په ټريزن ولايت په وقف كبير ښار كې يو قرانی محفل تر سره شو. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ‏takagazete‏ یې نقلوې چې د وقف كبير ښار د ‏مفتيانو ادارې په كوششونو او په تركی كې د 2010ء كال د قران پاك كال په نومولو په مناسبت د دې ښار په صبری ‏بهادر كلتوری سنټر په سيمنارونو هال كې تر سره كيدونكې دغه قرانی محفل كې په ورزشی چارو كې د حكومت سلاكار ‏ښاغلی "فاروق نافذ" د تركی مشهور دينی عالمان او حافظان او قاريانو او په سلګونو مينه والو مسلمانانو ګډون وكړ. ‏
په دې قرانی محفل كې ښاغلی "فاروق نافذ" او ځينې نورو سياسيی او دينی واكمنانو د قران پاك د قرائت د فضايلو په ‏موضوع ويناوې وړاندې كړی.‏
‏584381‏
captcha